د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نور الدین ترابي د لارښوونې له مخې، د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ولایتي بیړنۍ کمېټې سره په همغږۍ ۸۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو بوره او ۰.۵ کیلو چای ووېشل شو.
د مرستو د وېشلو په لړ کې، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار وکړ، چې د اسلامي امارت د نافذه قوانینو په چوکاټ کې به مستحقو کورنیو ته د هر ډول مرستو د کولو لړۍ دوام ولري.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۸/۱۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
