د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳۶ کورنیو ته د حفظ الصحې کېټونه ووېشل
د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې ۲۳۶ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته د حفظ الصحې کېټونه ووېشل.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ د مسؤلینو په شتون کې، د حفظ الصحې کېټ ووېشل شو، چې ۷ کلچې د جامو منځلو صابون، ۱۴ کلچې د لاس منځلو صابون، ۱ عدد صابون دانۍ، ۱ بوتل شامپو ۱۰۰۰ میلي لیتره، ۱ عدد د غاښونو کریم، ۶ عدده د غاښونو برسونه، ۲۴ د ماشومانو پوښکونه، د اوبو د تصفیې لپاره ۱۰ عدده کلورین ټابلیټونه او ۲ عدده د کلورین کارولو د لارښوونې بروشرونه په کې شامل وو.
نېټه:۱۴۴۷/۵/۲۰ هـ ق
له پېښوسره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
