د ننګرهار پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې له لورې د شینوارو پېښې د شپيتو قربانیانو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

rahyab
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۶ - ۹:۴۹
2

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په لارښوونه د شینوارو ولسوالۍ د وروستۍ پېښې د شپیتو قربانیانو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه چې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو وریجې، ۲۰ کیلو بوره،۲۰ کیلو لوبیا، ۲۰ کیلو غوړي، ۲ کیلو چای او ۲۰ کلچې صابون ورکړل شو، همدا راز به ډېر ژر د مرکز له لورې ورسره نغدي مرستې هم ترسره شي.
همدا راز د پېښو پر وړاندې د چمتوالې ادارې په همغږۍ په مرکز جلال اباد ښار کې د WFP ادارې له لورې د طبعي پېښو پر مهال پنځه زیانمن شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه چې هرې کورنۍ ته ۱۸۴ کیلو وړه، پنځه ویشت کیلو دال، اتلس کیلو غوړي او دوه کیلو مالګه ورکړل شوه.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .