د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ زلزله ځپلو کورنیو نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ډنمارک کډوالو شورا (DRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د دې ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې له امله ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۹,۲۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال یو میلیون او اته سوه څلوېښت زره (۱,۸۴۰,۰۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
د یادونې وړ ده، چې له مرستو برخه منو کورنیو د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د DRC موسسې څخه قدرداني وکړه او د دې مرستو د دوام غوښټنه یې وکړه.
نېټه:۱۴۴۷/۶/۲۲ ه ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
