د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۲ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IRC موسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار اړوند ۱۰۲ بېوزله کورنیو ته د خوراکي توکو پېرلو لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د درېیم قسط ۲۷۰۰ افغانۍ او په مجموع کې ۲۷۵،۴۰۰ (۲۷۵ زره او ۴۰۰) افغانۍ ووېشل شوې.
نېته:۱۴۴۶/۶/۲۲
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره