د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٣٠٦ بېوزله کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغونې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې کمېټې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د سره رود ولسوالۍ اړوند ٣٠٦ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، د شپږم پړاو ٣٠٠٠ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال ٩١٨,٠٠٠ ( ٩١٨ زره ) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانکړې شوې وې.
د یادونې وړ ده، چې له دې کورنیو سره یادې مرستې د خوراکي توکو د برابرولو په موخه ترسره شوې.
نېټه: ۱۴۴۶/٩/۲۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره