د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ۱۰۲ زیانمنو کورنیو سره خوراکي مرستې وکړې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د RRDPO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوې تفاهمنامې له مخې، د ننګرهار له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همکارۍ، د دره نور او کوز کنړ ولسوالیو ۱۰۲ زیانمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال، ۱ کیلو مالګه، انرژي لرونکي بېسکېټونه، او د ۵ کلونو څخه کم عمره ماشومانو او مېندو ته ځانګړي مغذي مواد ووېشل شول.
د یادونې وړ ده چې د مرستو ترلاسه کوونکو له یادې ادارې او مرسته کوونکو مؤسسو څخه مننه وکړه.
نېټه: ۱۴۴۶/۵/۱۵
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره