د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ١,٩١١,٠٠٠ افغانیو نغدي پیسو مرستې ٦٥٠ بېوزله کورنیو ته ووېشلې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۲۱:۳۲
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د Arada موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د ګوشته ولسوالۍ اړوند ٦٥٠ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته د درېم پړاو ٢,٩٤٠ افغانۍ د خوراکي توکو د برابرولو په موخه د مسؤلینو په شتون کې ووېشل شوې، چې ټولټال ١,٩١١,٠٠٠ ( ١ ملیون او ٩١١ زره ) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې. 
 د یادونې ده، چې یادې مرستې د وچکالۍ له امله، له زیانمنو شوو کورنیو سره ترسره شوې. 

نېټه: ۱۴۴۶/٨/٢٠
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۹:۲۳
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په تورخم کې د دې ادارې اړوند د کډوالو په پنډغالي کې دتیرو ورځو په څیر د ۱۷ کاري کمېټو څخه راپور واخیست

نن ورځ یک شنبه د سهار په ۵:۳۰ بجې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، د تورخم په پنډغالي کې چې د دې ادارې لخوا د جبري راستنېدونکو لپاره جوړ شوی، د یاد. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۹:۲
Background image

د کډوالو د نړیوال سازمان رئیسي، د خوړو د نړیوال پروګرام رئیسي،  او د UNICEF رئیس په تورخم کې د اجباري اېستل شوو کډوالو لپاره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لخوا د جوړ شوي پنډغالي څخه لیدنه وکړه

نن ورځ شنبه له غرمې وروسته د کډوالو د نړیوال سازمان (IOM) رئیسي اغلي میا پارک، د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) رئیسي اغلي موټنتا، د UNICEF رئیس تا ج الدین،
   او د ملګرو ملتونو د کډوالو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۷:۲۶
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په تورخم کي د کډوالو په عمري کمپ کې د کډوالو د وضعیت د ارزوني په موخه له نړیوالو مرستندویو سازمانونو د مسؤلینو سره وکتل

نن ورځ شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست.الحاج ملا نورالدین ترابي د یونیسف، د کډوالو نړیوال سازمان (IOM)، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) او  UNHCR او  نورو مرستندویو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .