د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۶ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، له هغو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره، چې زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو له کمېسیون څخه یې ترلاسه کړي وو، د یاد ولایت بېلا بېلو ولسوالیو اړوند ۲۶ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسوولینو په شتون کې، له شمېر کورنيو څخه ۲۵ کورنيو هرې یوې ته ۵۰ کيلو اوړه، ۱ د خوراکي توکو کېټ، ۶ کيلو خرما، 4 کارټن بيسکېټ، يو تخته ترپال او همدارنګه يوې کورنۍ ته يو باب خيمه وويشل شوه.
نېټه:۱۴۴۷/۵/۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره