د لغمان ولایتي شورا رییس سره پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر لیدنه
ښاغلي غلام بهاوالدین جیلاني پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر، په خپل کاري دفتر کې له ښاغلي عتیق الله عبدالرحیمزي د لغمان ولایتي شورا رییس سره لیدنه او خبرې وکړې.
پدې ناسته کې د ملت او حکومت ترمنځ د همغږي او باور فضا پیاوړې کولو، د لغمان ولایت اوسېدونکو ستونزو او پر یو شمېر نورو مسایلو خبرې او د نظر تبادله وکړه.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر پدې ولایت کې د کلیو په کچه د رضاکارانو ټیمونو پر جوړولو ټینګار وکړ، او د لغمان ولایتي شورا رییس ته یې ډاډ ورکړ چې د پېښو مدیریت په برخه کې به یې ستونزې د حکومت له مشرتابه سره شریکې کړې