د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په نشه یي توکو ۳۰ روږدو کسانو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ولایت مقام د حکم پر بنسټ، له خپلو شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره په نشه یي توکو ۳۰ روږدو کسانو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هر یو روږد کس ته ۵۰ کیلو غنم او ۲۵ کیلو وریجې ووېشل شوې.
نېټه:۱۴۴۷/۴/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
