د غزني ولایت په ولي محمد شهید ولسوالۍ کې د ۵۰۰ متره په اوږدوالي د یوه مانده او سېلابي لارې پاکولو د پروژې کار په بریالیتوب سره بشپړ شو
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ولي محمد شهید ولسوالۍ د عليآباد په کلي کې د شاوخوا ۵۰۰ متره په اوږدوالي د یوه مانده او سېلابي لارې د پاکولو او تنظیم پروژه په بریالیتوب سره بشپړه کړه.
یاده پروژه چې د عليآباد سیمې د اوسېدونکو د اوږدمهالو ستونزو د هواري، د سېلابونو د خطرونو د کمولو او د احتمالي زیانونو د مخنیوي په موخه پلي شوه، د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس الحاج مولوي حمدالله بشیر، د ولي محمد شهید ولسوالۍ ولسوال ملا محمد نعیم آخند او د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکو د پروژې د بشپړېدو په مناسبت جوړ شوي مراسمو کې شتون درلود.
د دغې پروژې په بشپړېدو سره د عليآباد کلي ګڼ شمېر کورونه، کرنیزې ځمکې او حاصلات د احتمالي سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شول او د سیمې د اوسېدونکو هغه اندېښنې چې هر کال به یې د بارانونو او سېلابونو پر مهال ورسره مخ کېدل، تر ډېره بریده هوارې شوې.
د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار کوي چې د قدرتي پېښو د خطرونو کمولو، د خلکو د ځان او مال ساتنې او د عامه المنفعه تأسیساتو د خوندیتوب په موخه به د ولایت په نورو ولسوالیو کې هم د ورته وقایوي او بنسټیزو پروژو پلي کول په دوامداره توګه روان وساتي.
