د غزني ولایت په ولي محمد شهید ولسوالۍ کې د ۵۰۰ متره په اوږدوالي د یوه مانده او سېلابي لارې پاکولو د پروژې کار په بریالیتوب سره بشپړ شو 

rahyab
Sat, Jul 04 2026 10:50 AM
تصویری خبر

 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ولي محمد شهید ولسوالۍ د علي‌آباد په کلي کې د شاوخوا ۵۰۰ متره په اوږدوالي د یوه مانده او سېلابي لارې د پاکولو او تنظیم پروژه په بریالیتوب سره بشپړه کړه. 

یاده پروژه چې د علي‌آباد سیمې د اوسېدونکو د اوږدمهالو ستونزو د هواري، د سېلابونو د خطرونو د کمولو او د احتمالي زیانونو د مخنیوي په موخه پلي شوه، د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس الحاج مولوي حمدالله بشیر، د ولي محمد شهید ولسوالۍ ولسوال ملا محمد نعیم آخند او د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکو د پروژې د بشپړېدو په مناسبت جوړ شوي مراسمو کې شتون درلود. 

د دغې پروژې په بشپړېدو سره د علي‌آباد کلي ګڼ شمېر کورونه، کرنیزې ځمکې او حاصلات د احتمالي سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شول او د سیمې د اوسېدونکو هغه اندېښنې چې هر کال به یې د بارانونو او سېلابونو پر مهال ورسره مخ کېدل، تر ډېره بریده هوارې شوې.

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار کوي چې د قدرتي پېښو د خطرونو کمولو، د خلکو د ځان او مال ساتنې او د عامه المنفعه تأسیساتو د خوندیتوب په موخه به د ولایت په نورو ولسوالیو کې هم د ورته وقایوي او بنسټیزو پروژو پلي کول په دوامداره توګه روان وساتي.

Latest news

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

Wed, Jul 29 2026 2:16 PM
Background image

The Director General of ANDMA Visited the Flood-Affected Areas of Parwan Province

Today, on Tuesday, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, after visiting Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .