د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١٣ بېځایه شوو کورنیو ته نغدي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې، دDRC او پاملرنې موسسو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، یادو موسسو او د WFP او IOM موسسو د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست سره په همغږۍ، ١٣ بېځایه شوو کورنیو ته د یاد ولایت په ناوه ولسوالۍ کې، له سروې وروسته نغدي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، د DRC موسسې له لوري هرې کورنۍ ته ١٣,٠٠٠ افغانۍ او د IOM موسسې له لوري هرې کورنۍ ته کمپلې، د پخلنځي یوه بسته، یوه بسته ژمنۍ البسه، یوه بسته د کار وسایل او سولري څراغونه ووېشل شول.
په پای کې د مرستو ترلاسه کوونکو له یاد ریاست او موسسو څخه مننه او قدردانۍ وکړه.
نېټه: ١٤٤٦/٧/۱۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره