د شینواري ولسوالۍپه باریکي قول هیر کلي کې د سیند لارې د پاکولو چارې پیل شوې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۲۳:۳
news image

د پروان ولایت شینواري ولسوالۍپه باریکي قول هیر کلي کې د سختو سیلابونو له امله، د سیند لارې بدلون موندلی و، چې هستوګنیز کورونه، کرنیزې ځمکې او د برېښنا شبکې یې له جدي ګواښ سره مخ کړې وې.
د لازمو ارزونو وروسته، یاده سیمه له پیښو سره د مبارزې ولایتي کمېټې د پلاوي له لوري سروې شوه.
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست په لارښوونه، د پروان ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د موظف پلاوي تر څارنې لاندې، او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس محترم مولوي عبدالعلیم افضلي او د سیمې د مشرانو په شتون کې، د سیند لارې د پاکولو چارې د اسکواټور په وسیله پیل کړې.

نېټه:۱۱/ ۹/ ۱۴۴۶
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۲:۳۴
Background image

د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله ۳۰۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۸۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د واما ولسوالۍ ۱۸۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۲۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .