د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۳ بېوزله کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې

د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت په مرکز قلات کې ۴۳ اړمنو او بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، د مسؤلینو په شتون کې، له ٤١ کورنیو څخه هرې یوې ته ٥٠ کیلو ګرامه غنم او ۲ کورنیو هرې یوې ته د اړتیا له مخې ۱۰۰ کیلو ګرامه غنم ووېشل شول.
د یادونې وړ ده، چې د مرستو تر لاسه کوونکو کورنیو د مرستو د تر لاسه کولو له امله،
خوښي څرګنده کړه او له اړوندو مسؤلینو یې مننه وکړه.
نېټه: ١٤٤٦/١٠/٢٩ ه. ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره