د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۹ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هستوګنې لپاره د آقا خان موسسې په مالي ملاتړ، په بورکه ولسوالۍ کې د شلټر په نامه د پروژې په ترڅ کې ۶۹ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د یاد ریاست او موسسې استازو په شتون کې هرې کورنۍ ته د لومړي قسط ۶۷،۹۴۵ او په مجموع کې ۴،۶۸۸،۲۰۵ افغانۍ نغدي پیسې ووېشل شوې.
نېټه:۱۴۶۶/۶/۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره