د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۸۳ زیانمنو شویو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د میشن ایست موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت د ارغنجخواه ولسوالۍ اړوند ۲۸۳ زیانمنو شویو او اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، په څو ګروپونو کې د لومړۍ ډلې ۲۲۰ کورنیو څخه هرې یوې کورنۍ ته ۱۹,۴۵۴ افغانۍ نغدې پیسې او درې کمپلې، د دوه یمې ډلې ٤٢ کورنیو څخه هرې کورنۍ ته ۱۹,۴۵۴ افغانۍ نغدي پیسې او همدارنګه د درېیمې ډلې له ۲۱ کورنیو څخه هرې کورنۍ ته ۱۴,۲۰۰ افغانۍ نغدي پیسې ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره ٥,٣٩٥,١٤٨ ( ٥ میلیونه، ٣٩٥ زره او ١٤٨ ) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نېټه: ١٤٤٦/٩/٢٣ ه.ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره