د بامیان ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ددې ولایت ورس ولسوالۍ ته د پېښو له امله زیانمنو لپاره خوراکي او غیر خوراکي مرستې ولېږل شوې

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت ورس ولسوالۍ ته د پېښو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه خوراکي او غیر خوراکي مرستې ولېږلې.
په پام کې ده چې دا مرستې به ۵۰۷ زیانمنو کورنیو ته د یاد ریاست او د ولسوالۍ د استازو په شتون کې ووېشل شي.
نیټه: ۱۴۴۶/۵/۱۱ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره