د بامیان ولایت د مرکز او پنجاب ولسوالۍ په ۱۵ کلیو کې د پېښو د خطر کمولو وقایوي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۴۸
تصویر

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، په آسیا کې د نړۍ د ټولنیزو خدمتونو مؤسسې (JASSA) په مالي ملاتړ د بامیان ولایت د مرکز او پنجاب ولسوالۍ په ۱۵ کلیو کې د قدرتي پېښو د خطر کمولو د وقایوي پروژو ګټې اخیستنې ته د سپارلو بهیر، د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې، په بریالیتوب سره بشپړ کړ.

د پروژو د پلي کېدو د کیفیت ارزونې او د تخنیکي معیارونو د مراعات ډاډ ترلاسه کولو په موخه، د ولایت مقام، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د اقتصاد ریاست د استازو ګډ پلاوي له ټولو پلي شویو پروژو څخه لیدنه او څارنه وکړه. یاد پلاوي له هر اړخیزې ارزونې وروسته پروژې د ټاکل شویو معیارونو سره سمې وبللې او په رسمي ډول یې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

د دې پروګرام په چوکاټ کې د بامیان ولایت په مرکز کې د چهلتن او قلعه‌ګیر په کلیو کې ۶ ګبیوني چکډېمونه، د پای‌کوټل په کلي کې یو ګبیوني استنادي دېوال، د خواجه‌قنبر په کلي کې ۳ چکډېمونه له ۵۰ متره ګبیوني استنادي دېوال سره، د سیاخاک، لالاخېل، جرخشک او دهن‌تاله‌نیک په کلیو کې د اوبو د مدیریت څلور پروژې چې هره یوه یې ۲۳۴۰ متره اوږدوالی لري، د قافله‌باشي په کلي کې د ۵ زره متره اوږد اوبولګولو کانال پاکولو او د خواجه‌حسن په کلي کې د اوبو کانال د پاکولو کار ترسره شوی دی.

همدارنګه، د پنجاب ولسوالۍ د آبتو غرغري په کلي کې د ۱۸۰ متره په اوږدوالي د ګبیوني استنادي دېوال، د صدبرګ په کلي کې ۳ چکډېمونه له ۴۰ متره اوږد ګبیوني استنادي دېوال سره، د دهن‌مهر په کلي کې د اوبو د مدیریت یوه پروژه چې ۲۳۴۰ متره اوږدوالی لري، د دوآبي په کلي کې د ۱۷۰ متره اوږد ګبیوني استنادي دېوال او د پودینه‌ها په کلي کې د ۱۸۰ متره اوږد ګبیوني استنادي دېوال جوړ او له وروستۍ ارزونې وروسته په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د دغو پروژو د پلي کېدو په پایله کې ۲۶۹ کسانو ته د مستقیم کار زمینه برابره شوې او ۲۶۶۷ نورو کسانو په غیر مستقیم ډول ترې ګټه اخیستې ده. سربېره پر دې، د سیمې ۵۰۰ اوسېدونکو ته د قدرتي پېښو د خطر د کمولو، د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او د عامه تاسیساتو د ساتنې په برخو کې اړینې روزنې ورکړل شوې. 

ټاکل شوي پلاوي د پروژو د پلي کېدو له کیفیت څخه د رضایت څرګندولو ترڅنګ، د جوړو شویو تاسیساتو پر ساتنې او پالنې ټینګار وکړ او له سیمه‌ییزو شوراګانو او اوسېدونکو یې وغوښتل چې د مسؤلیت احساس او هر اړخیزې همکارۍ له لارې د دغو پروژو په ساتنه او سمې استفادې کې فعاله ونډه واخلي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۳:۵۳
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په پلخمري ولسوالۍ کې د سیلابي لارې د پاکولو کار بشپړ کړ 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د هستوګنې لپاره د آغاخان موسسې (AKAH) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د پلخمري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۴۸
Background image

د بامیان ولایت د مرکز او پنجاب ولسوالۍ په ۱۵ کلیو کې د پېښو د خطر کمولو وقایوي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، په آسیا کې د نړۍ د ټولنیزو خدمتونو مؤسسې (JASSA) په مالي ملاتړ د بامیان ولایت د مرکز او پنجاب ولسوالۍ په ۱۵ کلیو کې د قدرتي پېښو د خطر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۰:۲۸
Background image

د فراه ولایت په فراه‌رود ولسوالۍ کې یو خوشه‌یي ماین کشف او خنثی شو

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د DRC مؤسسې د ماین پاکۍ برخې په تخنیکي همکارۍ، د دغه ولایت د فراه‌رود ولسوالۍ د آب‌خرما کلي په سیمه کې یوه کړۍ روسي جوړ خوشه‌یي ماین (AO. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .