په سمنګان ولایت کې د کندهار او هلمند لسو کډوالو او بېځایه شویو کسانو ته د خوراکی توکو وېش
د سمنګان ولایت د خلکو د غوښتنې او ولایت محترم مقام د احکامو پر بنسټ، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اړوند پلاوي له خوا د دقیقې ارزونې او سروې وروسته، د کندهار او هلمند لسو کډوالو او بېځایه شویو ته خوراکي مرستې ووېشل شوې.
په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته ۷۵ کیلو وریجې، ۵ لیتره غوړي، ۱ بورۍ مکروني او ۱ کارټن مګي آش ووېشل شول.
۱۴۴۶/۵/۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره