په خوست ولایت کې د استنادي دیوالونو، کانال او پلچک جوړولو پروژو د بنسټ ډبره کېښودل شوه
خوست- د وري ۱۵مه-۱۴۰۳
د خوست ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د UN-Habitat موسسې په مالي ملاتړ او همکاري، د یاد ولایت تڼۍ ولسوالۍ په دورمالکه کلي کې د ۴۵۰ متره په اوږدوالي استنادي دیوال، په زنده خېلو کلي کې ۱۸۰ په اوږدوالي استنادي دیوال، کوټکيو کلي کې د ۱۷۵ متره په اوږدوالي د استنادي دیوال، د متکې او میروزوګي کلیو کې د ۱۵ متره په اوږدوالي د استنادي دیوال، د ۹۰ متره په اوږدوالي کانال، ۱ پلچک او په روښانه کلي کې د ۴۵۰ متره په اوږدوالي استنادي دیوال جوړولو پروژو د بنسټ ډبره د ۱۸۰۰۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت د یاد ولایت یو شمېر مسوولینو په شتون کې کېښودل شوه.
د یادونې وړ ده چې د دې پروژو په پلي کېدو سره به په یاده ولسوالۍ کې زیات شمېر کورونه او کرنیزې ځمکې چې د سېلاب له خطر سره مخ دي، وژغورل شي.