له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د کابل ولایت په پایتخت ترمینل کې د کډوالو له پنډغالي څخه لیدنه وکړه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۲۱:۳۴
news image

نن د سه شنبې ورځ له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د کابل ولایت په پایتخت ترمینل کې د کډوالو له پنډغالي څخه لیدنه وکړه. د دې لیدنې موخه له ګاونډیو هېوادونو څخه په اجباري توګه را اېستل شویو کډوالو د اوسني وضعیت ارزونه، د دوی د بېړنیو اړتیاوو او ننګونو پېژندنه، او ستونزو ته د بیړنۍ رسېدنې لپاره د پلان جوړول وو.
په دې لیدنه کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست, له کډوالو سره له نږدې ولیدل، د دوی ستونزې، ننګونې او وړاندیزونه یې واورېدل، او د دوی د ژوند وضعیت، بشري اړتیاوې، موجود امکانات او جدي کمښتونه، په ځانګړي ډول د بیړنۍ سرپناه، د څښاک پاکو اوبو، روغتیايي خدمتونو او نورو اساسي سهولتونو په اړه معلومات ترلاسه کړل.
محترم ترابي صاحب څرګنده کړه چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره ځان مکلف ګڼي چې د زیان‌منو هېوادوالو، په ځانګړي ډول د کډوالو ترڅنګ ودرېږي، او د کورنیو سرچینو د بسیج او د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ، د دغو کډوالو د ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره بېړني اقدامات تر سره کړي.
نوموړي همداراز ټینګار وکړ چې د دې پنډغالي ټولې نیمګړتیاوې او اړتیاوې به ژر تر ژره په هر‌ اړخیز ډول و ارزول شي او رسېدنه به ورته وشي، ترڅو کډوال وکولای شي په درناوي سره خپلو اصلي سیمو ته انتقال شي.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره ژمنتیا لري, چې د ملي او نړیوالو بنسټونو سره په همغږۍ به د کډوالو د هوساینې، ملاتړ او وضعیت ته د رسېدنې لپاره لازم او عملي اقدامات ترسره کړي.
 
نېټه: ۱۴۴۷/۰۱/۱۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۶:۵۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او په آسیا کې د نړیوالو ټولنیزو خدمتونو مؤسسې (CWSA) ترمنځ د څلور لکه او شپاړس زره او درې سوه او دوه نوي (۴۱۶,۳۹۲) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

نن ورځ دوشنبه له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې په آسیا کې د نړیوالو ټولنیزو خدمتونو مؤسسې (CWSA) له رئیس،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۶
Background image

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۳ بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې 

د پکیتا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست دWFP  دفتر په ملاتړ او د AWCPO مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د یاد ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې ۱۷۳ بېځایه شویو کورنیو ته له سروې وروسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۳۴
Background image

د  بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په خنجان ولسوالۍ کې د ورستیو سېلابونو له امله د تړل شوي عمومي سړک د بیرته خلاصولو چارې بشپړې کړې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د باجګاه. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .