له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د ترینکوټ ښار له زیانمنو شویو سیمو څخه لیدنه وکړه

نن سهار (یکشنبه)، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، ارزګان ولایت ته د خپل سفر په جریان کې د ارزګان له والي او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو سره یوځای، د یاد ولایت په مرکز کې له زیانمنو شویو سیمو څخه لیدنه وکړه. نوموړي د زیانمنو شویو خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او د ارزګان ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ته یې لارښوونه وکړه چې د سروې او رسېدنې بهیر چټک کړي.
د ارزګان ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د لومړنیو راپورونو له مخې، د یاد ولایت خلکو ته د وروستیو سیلابونو له امله درانه زیانونه اوښتي.
د یادونې وړ ده چې زیانمنو ته د رسېدنې سره هم مهاله روغتیایي او د سروې ټیمونه سیمې ته استول شوي، او زیانمنو ته د رسېدنې بهیر لا هم دوام لري.
ترابي صاحب زیاته کړه چې دا اداره هڅه کوي، د هېواد په کچه په هر ولایت کې د یو میلیون افغانیو په ارزښت کوچنۍ وقایوي او بیړنۍ پروژې پلي کړي.
نېټه:۱۴۴۶/۹/۲
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره