له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ډنمارک د کډوالۍ نړیوالې موسسې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۶:۲۵
news image

نن ورځ سې شنبه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي او د ډنمارک د کډوالۍ نړیوالې موسسې مرستیال محترم احمد ضیا مایار ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د ډنمارک موسسې پلاوي ته په ښه راغلاست سره ووېل چې ټولې موسسې او امارتي ادارې دې د طبیعي او غیرطبیعي پېښو خطرونو کمولو په برخه کې ګډه همکاري وکړي. 
همدارنګه ترابي صاحب ووېل چې ټولې ادارې دې خپلو مرستو ته دوام ورکړي ترڅو په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه را ټیټه شي. 
د ډنمارک د کډوالۍ نړیوالې موسسې مرستیال احمد ضیا مایار ووېل چې دغه سازمان شاوخوا ۲۵ کاله کېږي چې په افغانستان او نورو هیوادونو کې له کډوالو سره کار کوي او په طبیعي او غیری طبیعي پېښو، په جګړه ځپلو سیمو، ماین پاکي او په بېړنیو شرایطو کې افغانانو ته مرستې رسوي.
نوموړي همدا راز له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له کړنو خوښۍ څرګنده کړه او ووېل چې یادې ادارې په وخت سره زموږ کارونه ترسره کړي او زموږ یې ملاتړ کړی. 
په پای کې دواړو خواوو د ماینونو او ناچاده توکو ککړو سیمو پاکولو، نغدي مرستو، د رواني درملنې خدماتو وړاندې کولو، د ماینونو او ناچاوده توکو لت امله قربان شوو ملاتړ او د ماین پاکي موسسو د تخنیکي برخې کارکونکو د ظرفیت لوړولو په برخه کې د ۴۷۱،۰۸۸ (۴۷۱ زره او ۸۸) امریکایي ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک کړ او یاده پروژه به د کابل ولایت په شپږمه ناحیه، مسلم کلي او سروبي ولسوالۍ کې پلي شي. 

نېټه: ۶/۴/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

news image

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د افغانستان لپاره د اوزبیکستان له سفیر سره وکتل

نن د چهار شنبې ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اوزبیکستان له سفیر محترم آیبک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۲:۱۸
Background image

د کندهار ولایت په لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ کې چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول

 د کندهار ولايت له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست د هيلو ټرسټ ماين پاکۍ مؤسسې د        ((IED/IM-09 او IED/IM-10)) ټيمونو په ملاتړ، د یاد ولایت د لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ په ادرونيکه او حاجي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل ولایت په ده سبز او فرزه ولسوالیو کې د اوبو رسونې شبکو د جوړولو او ترمیم کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ترمنځ د همغږۍ له مخې، د یاد سازمان په مالي ملاتړ او د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همکارۍ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .