له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د درمان مؤسیسې تر منځ د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۶:۴۱
news image

نن ورځ یکشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په خپل  کاري دفتر کې د درمان مؤسسې د پروژو له مدیر محمد صابر علي خېل سره وکتل او د دواړو ادارو ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
محترم ترابي صاحب یاده مؤسسه د ژمي په را رسېدو سره وهڅوله تر څو له هر څه مخکې خپلې ژمنۍ مرستې ترسره کړي، تر څو خلک ورڅخه په خپل وخت کی  ګټه پورته کړي. نوموړي زیاته کړه چې ستاسو کارونه به له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سره په وخت پای ته ورسېږي او همدارنګه زموږ له تاسو څخه دا هیله ده چې زیاته بودجه د لا زیاتو پروژو د پیل او د خلکو د خدمت لپاره راجلب کړئ.
په ورته وخت کې د یادې مؤسسې د پروژو مدیر محمد صابر علي خېل د یادې ادارې سرپرست او د کار کوونکو کړنې په خپل وخت تر سره کېدو له امله وستایلې او له دوی څخه یې مننه وکړه، نوموړي وویل چی زه ستاسو له هغو همکاریو څخه خبر یم چې له مؤسساتو سره یې کوی، نو له دې امله له تاسو سره یو ځای کار کولو ته لېواله یم.
د یادونې وړ ده چې د یادې تفاهم‌نامې له مخې، د ۶۹,۵۰۰ ډالرو په مجموعي ارزښت د ژمي له سړې هوا څخه د خوندیتوب لپاره ۱۶۰۰ کورنیو ته غیر خوراکي مرستې وېشل کېږي. په دې مرسته کې به ۱۰۰۰ کورنیو ته په کابل کې او ۶۰۰ کورنیو ته په ننګرهار کې، هرې کورنۍ ته دوه کسیزه دوه کمپلې او د ماشومانو دوه جمپرونه ووېشل شي.

نیټه: ۱۴۴۶/۶/۱۳
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر



 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د افغانستان لپاره د اوزبیکستان له سفیر سره وکتل

نن د چهار شنبې ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اوزبیکستان له سفیر محترم آیبک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۲:۱۸
Background image

د کندهار ولایت په لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ کې چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول

 د کندهار ولايت له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست د هيلو ټرسټ ماين پاکۍ مؤسسې د        ((IED/IM-09 او IED/IM-10)) ټيمونو په ملاتړ، د یاد ولایت د لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ په ادرونيکه او حاجي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل ولایت په ده سبز او فرزه ولسوالیو کې د اوبو رسونې شبکو د جوړولو او ترمیم کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ترمنځ د همغږۍ له مخې، د یاد سازمان په مالي ملاتړ او د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همکارۍ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .