د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۳ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغان ځوانانو خدماتي موسسې (AYSO) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي همکارۍ، د دی ولایت د غازي آباد ولسوالۍ اړوند ۱۵۳ اړمنو کورنیو ته، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۴ لیټره غوړي، نیم کیلو مالګه او ۴ کیلو دال ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۲/۱۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره