د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي، غیر خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې 

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۸:۴۶
تصویر خبر

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست د یاد ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې ۲۳ زیانمنو شویو کورنيو ته خوراکي، غير خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، ۲۰ زیانمنو شویو کورنیو هرې یوې ته ۵۰ کیلو غنم، ۵۰ کیلو وریجې، ۳ تختې کمپلې، ٢ جوړې چپلکې او یوې کورنۍ ته چې کور یې په بشپړه توګه ویجاړ شوی وو، یو باب خېمه هم ووېشل شوه. همدارنګه د ټپيانو ٣ کورنیو هرې یوې ته ١٠،٠٠٠ افغانۍ ووېشل شوې، چې په ټوله کې د  ټپيانو لپاره ٣٠،٠٠٠ افغانۍ ځانګړې شوې وې.

نېټه: ١٤٤٦/١٢/۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۶:۲۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په لارښونه د لوګر ولایت سېلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه او زیانمنو ته د رسېدنې لپاره یې د مرستو پر برابرولو ټینګار وکړ

نن سهار د سې شنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د دې ادارې د اطلاعاتو او نشراتو له رئیس، محترم حافظ محمد یوسف حماد سره یو ځای، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۳۱
Background image

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستیو سېلابونو له امله ۱۲۵ زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ووېشلې

د لوګر ولایت په مرکز پل علم او محمد آغه ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو په راتلو سره, د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۵ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۲۰:۳۵
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ۳۰ تنه کارکوونکو لپاره د بېړنیو حالاتو پر وړاندې د ځواب وینې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د هستوګنې لپاره د آغاخان موسسې (AKAH) په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ادارې د ۳۰ تنه کارکوونکو لپاره د بېړنیو حالاتو پر وړاندې د ځواب وینې درې ورځنی. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .