د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د نه آنلوس موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ, د کابل ښار ۱۵ مې ناحیې اړوند ۱۰۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه, ۱۰ لیټره غوړي, ۷ کیلو بوره, ۷ کیلو لوبیا, ۷ کیلو وریجې او ۱ کیلو شین چای ووېشل شول.
نیټه: ۱۴۴۶/۹/۰۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې