د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستیو پېښو له امله ۱۴ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IOM, WFP او د UNICEF سازمانونو سره په همکارۍ, د یاد ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله ۱۴ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍته د IOM سازمان لخوا د پخلنځي توکي, درې تختې کمپلې او د کار وسایل, او د WFP سازمان لخوا هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه, ۱۸.۲ لیټره غوړي, ۲۵ کیلو دال, ۲ کیلو مالګه, ۲ کیلو بسکوټ, د ماشومانو او مېندو لپاره مغذي مواد او د UNICEF سازمان لخوا هرې کورنۍ ته یو هایجن کېټ ووېشل شول.
نیټه: ۱۴۴۶/۹/۰۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره