د پکتیا ولایت ګرده څېړۍ ولسوالۍ ته د ماین پاکۍ او د سروې تخنیکي ټیم ولېږدول شو

rahyab
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۸ - ۲۲:۴۶
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د ګرده څېړۍ ولسوالۍ د خلکو په غوښتنه د ماین پاکۍ او د سروې تخنیکي ټیم یادې ولسوالۍ ته ولېږدل شو.
ویل کېږي چې د دې سیمې په شنو سیمو کې د پام وړ چاودیدونکي توکي شتون لري چې د خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی و. په همدې موخه، د ماین پاکۍ ټیمونه د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ د رئیس قاري نورالدین رستم‌خېل او د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس مولوي نثار احمد نجات، سره یوځای سیمې ته رسېدلي او د ماینونو د پاکولو عملیات یې پیل کړي دي.
د یادونې وړ ده چې دا مهال یو تخنیکي ټیم د سیمې د پاکولو په چارو بوخت دی، او ډېر ژر به نور ټیمونه هم ور ورسېږي، ترڅو دا بهیر په لنډ ممکن وخت کې بشپړ شي.

نېټه:۱۴۶۶/۹/۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۶:۶
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۰ اړمنو کورنیو ته نغدي او غیر نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رازي مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، په فراه رود ولسوالۍ کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۵:۴۲
Background image

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۶۴ زیانمنو شویو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کورډ ایډ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، په نمک آب ولسوالۍ کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۵:۹
Background image

په بلخ ولایت کې د ماینونو او ناچاودو توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هولوټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مزار شریف په حیرتان بندري شهرک. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .