د پنجشېر ولایت د دره ولسوالۍ د پسګران کلي د سړک جوړولو له چارو څخه څارنه وشوه

tamim_azimi
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۰:۲۶
news image

 
د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست او د اقتصاد ریاست له استازو څخه جوړ شوي ګډ څارونکې پلاوي د دره ولسوالي د پَسګران کلي د سړک جوړولو د پروژې د کار بهیر د ارزونې لپاره سیمې ته سفر وکړ.

یاده پروژه د څلور سوه زره (۴۰۰,۰۰۰) افغانیو په لګښت، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له بودجې، د سیمې د خلکو په همکارۍ او د قراردادي شرکت له لوري پيل شوې، چې تر دې دمه شاوخوا ۴۰ سلنه فزیکي پرمختګ لري. 

څارونکې پلاوي د لیدنې پر مهال د پروژې بېلابېلې برخې وارزولې، موجودې تخنیکي او اجرایي ستونزې یې تشخیص کړې او د کار د کیفیت د ښه‌والي او د کارونو د چټکتیا لپاره یې قراردادي شرکت ته لازمې لارښوونې وړاندې کړې.

د کلي اوسېدونکو د ولایت د مشرتابه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او اړوندو ادارو له پاملرنې څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د دې سړک جوړول د تګ‌راتګ په اسانتیا، خدمتونو ته په لاسرسي او د سیمې په اقتصادي وده کې مهم رول لري، او دوی به تر بشپړېدو پورې خپله همکاري دوامداره وساتي.

څارونکې پلاوي همدارنګه پر دې ټینګار وکړ چې ساختماني معیارونه مراعات شي، له باکیفیته موادو کار واخیستل شي او کار په منظم او چټک ډول پرمخ ولاړ شي، څو پروژه په ټاکلي وخت بشپړه او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي.

نېټه:۱۴۴۷/۶/۲۲ ه ق

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۱۳
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د نه لکه یو څلوېښت زره نه سوه او نه څلویښت (۹۴۱,۹۴۹) امریکایي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

نن ورځ یک شنبه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د ژغورنې نړیوالې کمېټې د مرستېال او د پروګرامونو د مسؤل بوستان فهیم، د نړیوالو اړیکو د مسؤل احمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱
Background image

د نورستان په وانت ولسوالۍ کې د سربند او محافظوي دیوال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي 

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست یو تخنیکي او مسلکي پلاوي، د یاد ولایت د وانت ولسوالۍ په شنیګل کلي کې د سربند او محافظوي دیوال جوړېدو د پروژې له روانو چارو څخه، چې له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۸
Background image

د پروان ولایت په شیخ علي ولسوالۍ کې د فرعي سړک د پاکولو چارې بشپړې شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مقام په لارښوونه، د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د شیخ علي ولسوالۍ د ترویج درې فرعي سړک د پاکولو او بېرته فعالولو چارې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .