د پروان ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې یو فیر د توپ مرمۍ کشف او په خوندي توګه له منځه یوړل شوه
د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هیلوترسټ ماین پاکۍ نړیوالې مؤسسې د HT QR EORE 02 ټیم سره په همغږۍ، د دې ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ په دارالالمعلمین تپه کې د اوسپنیزو توکو د ارزونې پر مهال یو فیر د توپ 152mm مرمۍ کشف او په خوندي توګه خنثی کړه.
یاد چاودېدونکي توکي د سیمې د خلکو ژوند له احتمالي خطر سره مخ کړی وو، چې په له منځه تلو سره د یې دا وګړي له خطر څخه خوندي شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
