د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په شولګره ولسوالۍ کې ۲۲۸ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشل شوې

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۲:۰
news image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د (Welt Hunger Hilfe (WHH موسسې په ملاتړ، په شولګره ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې له امله ۲۲۸ زیانمنو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د A کتګورۍ ۱۲۳ کورنیو هرې یوې ته ۱۳,۴۱۵ افغانۍ او د B کتګورۍ ۱۰۵ کورنیو هرې یوې ته ۱۱,۱۸۰ افغانۍ ووېشل شوې چې ټولټال، دوه میلیونه او اته سوه درې ویشت زره او نه سوه پنځه څلوېښت (۲,۸۲۳,۹۴۵) افغانۍ مستحقو کورنیو ته ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده، چې زیانمنې کورنۍ د WHH موسسې له لوري د ځانګړو معیارونو پر بنسټ په A او B کتګوریو تقسیم بندي شوې وې، چې د ښځې سرپرست لرونکې کورنۍ، معلولیت لرونکو کسانو کورنۍ او د کورونو د ویجاړېدو کچې په پام کې نیول شوې وې.

نېټه:۱۴۴۷/۵/۲۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۲۲
Background image

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١٠٠ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د میشن اېسټ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په ورسج. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۱۹
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۳ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ACTED مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د څوکۍ ولسوالي د دیوه ګل درې په زوړ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۲:۳۷
Background image

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د شهرک ولسوالۍ اړوند ۵۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .