د بلخ ولایت په چهارکنت ولسوالۍ کې ۶۱ زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۲:۲۴
news image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IOM، SFL-WFP، UNFPA-BDN، UNICEF او د ماشومانو د ملاتړ سازمانونو او بنسټونو په ملاتړ، د یاد ولایت په چهارکنت ولسوالۍ کې د وورستۍ زلزلې له امله ۶۱ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د SFL-WFP له لوري هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱ کیلو مالګه، ۲ کیلو بسکېټ، ۱۰ لیټره غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال نخود او شېدې خوره ماشومانو یا امیندواره مېرمنو لرونکو کورنیو ته ۳۰ پاکټه پلمپي او ۳ کیلو سوپر سريال؛ د IOM له لوري هرې کورنۍ ته یوه بسته سولري څراغونه، درې تختې کمپلې او د لومړۍ کتګورۍ ۱۰ کورنیو ته یو باب خیمه؛ د UNFPA-BDN موسسې لخوا هرې کورنۍ ته یوه تخته کمپله او یو تخته ترپال؛ د ماشومانو د ملاتړ د موسسې له لوري هرې کورنۍ ته د دیګ بخار، سطل، چای جوش او نورو اړینو لوښو لرونکی یوه بسته د پخلنځي کېت او یوه روغتیایي بسته او د UNICEF له لوري هرې کورنۍ ته د ژمنۍ جامو یوه بسته ووېشل شوه. 

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۴۷
Background image

په کونړ ولایت کې د لوېدو له خطر سره مخ لويه ډبره په خوندي ډول له منځه یووړل شوه

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، هغه لويه ډبره چې د ښویېدو په حالت کې وه او د کونړ ولایت په ډانګام ولسوالۍ کې یې شاوخوا ۲۰ هستوګنیز کورونه له جدي خطر سره مخ کړي وو، په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱۹
Background image

په کندز ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د MCPA مؤسسې د همغږۍ له مخې، د یادې مؤسسې د چټک غبرګون دوهم ټیم په ملاتړ، د دې ولایت په مرکز کې له تېرو جګړو څخه پاتې شوي بېلابېل. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۹:۲۸
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۰ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، ۳۵۰ کډوالو، مستحقو او اړمنو کورنیو ته د یاد ولایت په چهاردره، ګلتپه او علي آباد ولسوالیو کې خوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر کې د مسؤلینو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .