د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ۴۰۲۷۲۵۰ افغانۍ ۱۱۶ کورنیو او کاریګرو ته ووېشلې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۲۳:۲۶
تصویر خبر

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DRC موسسې په مالي ملاتړ, د یاد ولایت په اچین او کوزکونړ ولسوالیو کې ۶۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته د کورونو د ترمیم لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍکې هرې کورنۍته په بېلابېلو کتګوریو کې د لومړي قسط له ۵۱۳۵۰ نه تر ۶۷۵۰۰ افغانۍ او په مجموع کې  ۳۶۸۱۶۵۰  (۳ میلیونه ۵۸۱ زره او ۶۵۰) افغانۍ یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوې.
همدارنګه د یاد ولایت په حصارک ولسوالۍکې د کار په بدل کې پیسې د پروژې په ترڅ کې ۵۶ کاریګرو ته نغدي پیسې ووېشل شوې.
په دې لړۍ کې یاد شمېر کاریګرو ۲۳ ورځې کار ترسره کړ او د هر کاریګر لپاره د یوې ورځې کار په بدل کې له ۳۵۰ نه تر ۷۰۰ افغانۍ په پام کې نیول شوې وې چې په مجموع کې ۴۴۵۶۰۰ (۴۴۵ زره او ۶۰۰) افغانۍ یاد شمېر کاریګرو ته ووېشل شوې.

نیټه: ۱۴۴۶/۶/۲۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۰:۱۵
Background image

په زابل ولایت کې د مخکینی خبرداري درې سیسټمونه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مقام لخوا د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) دفتر سره د همغږۍ پر بنسټ، د یاد سازمان په مالي ملاتړ او د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۵۵
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په خاکجبار ولسوالۍ کې د کاریزونو د پاکولو او د خاورین چیک‌ډیمونو جوړولو له کار څخه څارنه وکړه

دا څارنه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې د آمادګۍ ریاست له لوري، د کابل ولایت مقام او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۱۸
Background image

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سالنګ ولسوالۍ په زیانمنو سیمو کې د سیلابي رسوباتو پاکولو او د محافظتي دېوالونو جوړولو کار پیل کړ

په همدې لړ کې، د باغ لالا کلي د ښوونځي لپاره د محافظتي دېوال د جوړولو پروژه د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ د رئیس، سیمه‌ییزو مسوولینو، قومي مشرانو او د سیمې د اوسېدونکو په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .