د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله د زیانمنو کورنیو سروې بشپړ کړه

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۲:۲۳
123

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په همکارۍ، د هغو کورنیو سروې او ارزونه وکړه چې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له امله یې ځاني او مالي زیانونه لیدلي دي. 

په دې لړۍ کې، د یاد ریاست د تخنیکي ټیمونو او د IOM د استازو له لوري د زیانمنو سیمو ارزونه وشوه او مستحقې کورنۍ د ټاکل شویو معیارونو له مخې ثبت شوې، ترڅو په راتلونکو ورځو کې ورته اړینې مرستې ووېشل شي.

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ډاډ ورکوي چې د همکارو مؤسسو په همغږۍ به د مستحقو او زیانمنو کورنیو لاسنیوی په چټکۍ سره ترسره شي، څو د هغوی د ژوند لومړنۍ اړتیاوې تر یوه بریده پوره شي.

نېټه:۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۲:۴۹
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سېلاب ځپلو سیمو د سروې او ارزونې لړۍ پیل کړه

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست تخنیکي او د سروې ټیم د IOM، MAOEN،UN ، OCHR، WFP، AUDOW موسسو سره په ګډه، د یاد ولایت په خاص کونړ، شیګل، څوکۍ، چپه دره، سرکاڼو، او نورګل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۲:۲۳
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله د زیانمنو کورنیو سروې بشپړ کړه

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په همکارۍ، د هغو کورنیو سروې او ارزونه وکړه چې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له امله یې ځاني او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۲:۸
Background image

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سیاګرد ولسوالۍ د فنډقستان درې د سړک د بیارغونې کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سیاګرد ولسوالۍ د فنډقستان درې د هغه سړک د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .