د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سیاګرد ولسوالۍ د فنډقستان درې د سړک د بیارغونې کار پیل کړ

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۲:۸
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سیاګرد ولسوالۍ د فنډقستان درې د هغه سړک د بیارغونې کار پیل کړی، چې د وروستیو سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله سخت زیانمن او ویجاړ شوی و.

د یاد سړک له تخنیکي سروې او ارزونې وروسته، د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سړک د بیارغونې عملي چارې پیل کړې. د معلوماتو له مخې، د فنډقستان درې شاوخوا ۶ کیلومتره سړک د سېلابونو له امله ویجاړ شوی و، چې د خلکو پر تګ راتګ یې منفي اغېز کړی و.

د یادې ستونزې د هوارولو په موخه، د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست یو عراده اسکواټور په کرایه نیولی او د بیارغونې د چارو د چټک ترسره کېدو لپاره یې په ساحه کې په کار لګولی دی، څو د سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ آسانتیاوې بېرته برابرې شي.

نېټه:۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۵۱
Background image

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په وازېخوا او ګومل ولسوالیو کې د څو وقایوي پروژو تخنیکي سروې وکړه

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست انجنیري او نشراتي ټیم د وازېخوا او ګومل ولسوالیو ته د سفر پر مهال، د پېښو له خطرونو څخه د زیانونو د کمولو د څو وقایوي پروژو تخنیکي سروې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۶
Background image

د بامیان له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په پنجاب ولسوالۍ کې د سېلابي لارې پاکولو د پروژې کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د سېلابونو له خطرونو څخه د زیانونو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۴
Background image

د غزني ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې ۵۰۰ کیلویي بمب کشف او په خوندي ډول له منځه یووړل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست د بیړنۍ شمېرې ۰۷۰۸۶۰۶۰۶۰ له لارې، د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د عسکرکوټ بازار د سیمې د یوه اوسېدونکي له لوري د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .