د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په چک ولسوالۍ کې د کاریز او ویالې پاکولو کار بشپړ کړ او ګټې اخیستنې ته یې وسپارل
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مقام په لارښوونه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د چک ولسوالۍ په ټټنګ کلي کې د هغه کاریز او ویالې، چې د تېرو سیلابونو له امله له خټو، شګو او رسوباتو ډک شوي وو، د پاکولو کار بشپړ کړ او رسما یې ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د دې پروژې کار د «کار په بدل کې د خوراکي توکو» پروګرام په چوکاټ کې ترسره شو، چې په ترڅ کې یې د سیمې یو شمېر کارګران په کار ولګول شول او د ترسره شوي کار په بدل کې ورته خوراکي توکي ووېشل شول.
د دې پروژې په بشپړېدو سره د اوبو بهیر بېرته عادي شوی، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو زمینه برابره شوې او د سېلابونو له امله د احتمالي زیانونو د مخنیوي لپاره به هم اغېزناکه تمام شي.
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي احمد شاه ذهین، وویل چې هڅه کوي د ولایت په نورو سیمو کې هم د اړتیا له مخې ورته پروژې پلي کړي.
