د لوګر ولایت په مرکز کې ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل شول

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هیلوترسټ ماین پاکۍ نړوالې موسسې په همکارۍ، د یاد ولایت د مرکز د آبچګان دښتې په سیمه کې، ٣ عدده له تېرو جګړو څخه پاتې شوي ناچاوده توکي کشف او په خوندي توګه خنثی کړل.
د دې عملیاتو په ترڅ کې، ٧٥ ګرامه ناچاوده توکي، درې کاره آتشي (پټاقۍ) او ٤.٥ متره فلیته ثانیه سوز په خوندي توګه له منځه یوړل شو.
نېټه: ۱۴۴۷/۳/۲۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره