د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١٠٠ زیانمنو کورنیو او د شهیدانو ورثه ته خوراکي مرستې ووېشلې
د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١٠٠ زیانمنو کورنیو، د شهیدانو ورثه او معلولینو ته د یاد ولایت په ذنخان ولسوالۍ کې خوراکي مرستې ووېشلې.
دغه مرستې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست په لارښوونه له سروې وروسته هرې کورنۍ ته ٥٠ کیلو غنم او ٥٠ کیلو وریجې ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده چې له دې جملې ٢٥ کورنۍ د شهیدانو ورثه، ٤٠ کورنۍ د طبعي پېښو له امله زیانمنې او ۳۵ نورې زیانمنونکې کورنۍ وې، چې د مسؤلینو په شتون کې هغوی ته مرستې ووېشل شوې.
نېټه: ١٤٤٦/٧/۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره