د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۸۵ زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې
د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د بیات بنسټ سره په همغږۍ د یاد ولایت په خلم او فیروز نخچر ولسوالیو کې د وروستۍ زلزلې له امله ۱۸۵ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریجې، ۵ لیټره غوړي او ۱ تخته کمپلې ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۷/۷/۸ ه.ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست
