د سرپل ولایت په سنچارک ولسوالۍ کې د یو استنادي دیوال جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د سنچارک ولسوالۍ په اوقاف کلي کې د ۱۳۰ متره په اوږدوالي، ۵ متره لوړوالي او د درې میلیونه او یو سل او نه اتیا زره او درې سوه دوولس اعشاریه پنځه (۱,۱۸۹,۳۱۲.۵) افغانیو په لګښت د یو استنادي دیوال د جوړولو کار بشپړ کړ او رسمآ یې ګټې اخیستنې ته وسپاره.
د دې پروژې د ګټې اخیستنې په مراسمو کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم حافظ سید صفت الله صفوان، د ولایت مقام استازي، د څارنیزې کمېټې مسؤلینو او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون وکړ.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو وویل، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره ژمنتیا لري چې د دې ډول پروژو په پلې کولو سره د ولایت په کچه د طبیعي پېښو د خطرونو مخنیوی وکړي، تر څو د خلکو ځآن او مال خوندي شي.
د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به ۲۸۰ کورنۍ او شاوخوا ۱۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه د سېلاب له احتمالي خطرونو څخه خوندي پاتې شي.
نېټه:۱۴۴۷/۷/۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
