د داخلي پلټنې آمریت

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۶:۱۰

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د داخلي پلټنې آمریت د شفافیت په لوړولو، د فساد په مخنیوي او د اداري فعالیتونو د ښه‌والي په برخه کې مهم رول لوبوي. دا آمریت د سرغړونو د څېړنې، د فعالیتونو د تحلیل او د اصلاحي وړاندیزونو په وړاندې کولو سره هڅه کوي چې د ادارې چارې د نافذه قوانینو او مقرراتو سم ترسره شي او سرچینې په اغېزناکه او شفاف ډول ولګول شي. د دې آمریت د اساسي دندو لنډیز په لاندې ډول دي:

پلټنه او څېړنه:
1. د فساد، ناوړه مالي استفادو یا نورو سرغړونو د ادعاوو یا راپورونو په اړه چې ممکن د ادارې په فعالیتونو کې ترسره شوي وي، کره څېړنه او پلټنه ترسره کول، تر څو دا ډاډ ترلاسه شي چې ټول فعالیتونه د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې ترسره کېږي.  

د اصلاحاتو وړاندیز:
2. په اجرایي او مدیریتي سیستمونو کې د موجودو ستونزو او نیمګړتیاوو پېژندنه او د ادارې د فعالیتونو د ښه‌والي لپاره د اصلاحی حللارو وړاندیز کول.

د مالي سرچینو ساتنه:

3. د مالي سرچینو او بشري مرستو د لګښت د څرنګوالي پلټنه او څېړنه کول، تر څو ډاډ ترلاسه شي چې دغه سرچینې په سمه او اغیزناکه توګه کارول شوي دي.

لوړپوړو مقاماتو ته راپور ورکول:
4. له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوړپوړو چارواکو او اړوندو نورو ادارو ته د فعالیتونو او د پلټنې او څېړنې د پایلو په اړه کره او مستند راپورونه چمتو او وړاندې کول.

له نورو ادارو سره همکاري:
5. په اداره کې په آسانۍ سره د داخلي پلټنې د دندو ترسره کولو او د شفافیت د لوړولو په موخه له دولتي او غیر دولتي څارونکو ادارو سره همکاري کول.

د قوانینو او مقرراتو سره د سمون ډاډمنتیا:
6. دا تضمینول چې د ادارې ټول فعالیتونه، په ځانګړې توګه د پېښو مدیریت او بشردوستانه مرستو په برخه کې فعالیتونه، د ملي او نړیوالو قوانینو او مقرراتو سره سم ترسره شي.

د عملیاتو تحلیل او تجزیه:
7.  د ادارې د ټولو عملیاتو، فعالیتونو او اجرایي پروژو تحلیل او څېړنه کول، تر څو ډاډ ترلاسه شي چې دا چارې د ټاکل شویو موخو او پروګرامونو سره سمې ترسره شوي او له اغېزمنتیا یې ډاډ ترلاسه کول.

د راپورونو تجزیه او تحلیل:
8. مسئولو مقاماتو ته د کره او مستند راپورونو وړاندې کولو په موخه د پلټوونکو راپورونه، تر سره شویو څېړنو او د بېلابېلو فعاليتونو ارقام او معلومات راټولول او تحليلول.

اصلاحي وړاندیزونه:
9. په سیسټمونو او بهیرونو کې د ضعف نقطې او ستونزې پېژندل او د فعالیت او اغېزتیا د ښه‌والي په ځانګړي ډول په بحراني حالتونو کې د سرچینو د مدیریت لپاره وړاندیزونه وړاندې کول.

د بهیرونو د ښه‌والي بیاکتنه او څېړنه:
10. د ادارې دننه بهیرونه یا د فعالیتونو د ټولګې څېړنه، او د هغو د مطابقت کچه له معیارونو او د پېښو د مدیریت له موخو سره څېړنه کول او د لازمو اصلاحاتو لپاره مقاماتو ته سپارښتنه کول.

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د داخلي پلټنې آمریت د ۱۴۰۲ مالي کال راپور
په ۱۴۰۲ مالي کال کې د داخلي پلټنې آمریت د ټیمونو لخوا د ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د ۲۲ (دوه ویشت) دویم بودیجوي واحدونو پلټنه او څېړنه ترسره شوې ده.
په ۱۴۰۳ مالي کال کې د داخلي پلټنې آمریت د ټیمونو لخوا د ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د ۳ (درېیو) دویم بودیجوي واحدونو پلټنه او څېړنه ترسره شوې ده.

 

 

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۶:۱۰
Background image

د داخلي پلټنې آمریت

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د داخلي پلټنې آمریت د شفافیت په لوړولو، د فساد په مخنیوي او د اداري فعالیتونو د ښه‌والي په برخه کې مهم رول لوبوي. دا آمریت د سرغړونو د څېړنې، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۵:۲۳
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د پنجشیر ولایت د اداري چارو تر لیدلو وروسته د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د یاد ولایت د والي سره یی وکتل

نن ورځ  دوشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د هېواد یو شمېر ولایتونو ته د دې ادارې د ولایتي ریاستونو د اداري چارو د سمون په موخه د خپل. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۴:۴۶
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١٠٥ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ګډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېټې په همغږۍ، په وروستیو کې یاد ولایت ته له پاکستان او ایران څخه په اجباري توګه ١٠٥ راستنېدونکو کورنیو ته له. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .