د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په دوشي ولسوالۍ کې د استنادي دیوال جوړولو د پروژې کار پیل کړ

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۳
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د هستوګنې لپاره د آغاخان موسسې (AKAH) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک پر بنسټ، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د دوشي ولسوالۍ په زراغه کلي کې د استنادي دیوال جوړولو د پروژې کار رسماً پیل کړ.

د پروژې د پرانیستې مراسم د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مسؤلینو، سیمه ییزو مسؤلینو، قومي مشرانو، ځوانانو او د سیمې د ګڼ شمېر اوسېدونکو په ګډون ترسره شول. ګډونوالو دغه پروژه د سېلابونو د خطرونو د کمولو او د خلکو د ژوند او شتمنیو د خونديتوب لپاره مهم ګام وباله.

یاده پروژه د دوه میلیونه او دوه لکه (۲٫۲۰۰٫۰۰۰) افغانیو په لګښت پلې کېږي. د پروژې په بشپړېدو سره به د سېلابونو له امله احتمالي زیانونه د پام وړ راکم شي او شاوخوا له ۱۸۵ څخه تر ۲۰۰ کورنۍ، کرنیزې ځمکې، سړکونه او نور عامه تاسیسات به د سېلابونو له خطرونو څخه خوندي شي.

د سیمې اوسېدونکو د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د آغاخان (AKAH) موسسې له هڅو او خدمتونو څخه مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې د خطرونو د کمولو ورته وقایوي پروژې دې د ولایت په نورو له خطر سره مخ سیمو کې هم عملي شي.

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو وویل، چې د قدرتي پېښو د خطرونو کمول، د ټولنو د خوندیتوب کچې لوړول او له خطر سره د مخ سیمو ساتنه د دې ادارې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي، او په همدې موخه به د همکارو مؤسسو په همغږۍ د وقایوي او پراختیایي پروژو پلي کول دوام ولري.
 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۱۵
Background image

د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې یو ۵۰۰ کیلویي بمب کشف او خنثی شو

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د هیلو ټرسټ د ماین پاکۍ مؤسسې د ( EOD-01) چټک غبرګون ټیم د کندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ د ویاند کلي په یوه سیمه کې له تېرو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۴:۴۲
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست ۳۵۰ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د بشري مرستو خیریه مؤسسې (OHW) ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک پر بنسټ، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۴:۲۲
Background image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په نرخ ولسوالۍ کې د سره پل د بیارغونې له چارو څخه څارنه وکړه

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د نرخ ولسوالۍ اړوند د سره پل د بیارغونې له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه وکړه. 

یاد پل چې څه موده وړاندې یې د بیارغونې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .