د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۵ زیانمنو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۱:۴۵
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د RRAA موسسې تر منځ د هوکړه لیک له مخې، د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، ۳۰۵ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله یې په مرکز ترینکوټ او اړونده ولسوالیو کې خونې ویجاړې شوې وې، له سروې وروسته د خونو د ترمیم لپاره نغدې مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۲۳,۱۸۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال اووه میلیونه او نه شپېته زره او نه سوه (۷,۰۶۹,۹۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.

نېټه:۱۴۴۷/۷/۷ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۰:۸
Background image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱,۵۸۶ کورنیو ته نغدې او خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هنګري موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ, د دې ولایت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۹:۳۶
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲,۱۰۳ کورنیو ته خوراکي او نغدې مرستې ووېشلې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټیکا او د افغان د ټولنیزو خدمتونو (WASSA) موسسو په ملاتړ، د دې ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې ۲,۱۰۳ مستحقو کورنیو ته خوراکي او نغدې مرستې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۴۷
Background image

په کونړ ولایت کې د لوېدو له خطر سره مخ لويه ډبره په خوندي ډول له منځه یووړل شوه

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، هغه لويه ډبره چې د ښویېدو په حالت کې وه او د کونړ ولایت په ډانګام ولسوالۍ کې یې شاوخوا ۲۰ هستوګنیز کورونه له جدي خطر سره مخ کړي وو، په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .