د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په مرکز ترینکوټ کي د سېلابي لارو د پاکولو چارې پیل کړې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، الحاج ملا نورالدین ترابي د هدايت پر اساس، د یاد ولایت په مرکز ترینکوت کې د سېلابونو د مخنیوي، د سیلابي مسیرونو د پاک کارۍ چاري په بېلابېلو سیمو کې پيل کړي، چې دغه بهیر په دوامداره توګه روان دی.
د ترسره شويو اقداماتو پر بنسټ، تر دې دمه نږدې له ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې کورونه او همدارنګه د ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ جریبه پورې کرنیزې ځمکې د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شوي دي. یادې سیمې له جدي سېلابي خطر سره مخ وې، که پر وخت پرې رسیدنه نه وای شوې، پراخ زیانونه به یې کورونو او کرنیزو شتمنیو ته اړولی وای.
همدارنګه، په دوو جلا ساحو کې د اوبو د بهیر د تنظیم او د احتمالي سېلابي خطراتو د کمولو لپاره کندنکارۍ پیل شوې ده.
د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار کوي چې ټولو سیمو ته به پر وخت رسیدنه وشي او د موجوده امکاناتو په چوکاټ کې به د خلکو د کورونو او کرنیزو ځمکو د خوندي ساتلو لازم اقدامات ترسره شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۸/۲۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
