د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په مرکز ترینکوټ کي د سېلابي لارو د پاکولو چارې پیل کړې

rahyab
Sat, Feb 14 2026 3:04 PM
news  image

 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، الحاج ملا نورالدین ترابي د هدايت پر اساس، د یاد ولایت په مرکز ترینکوت کې د سېلابونو د مخنیوي، د سیلابي مسیرونو د پاک کارۍ چاري په بېلابېلو سیمو کې پيل کړي، چې دغه بهیر په دوامداره توګه روان دی.

د ترسره شويو اقداماتو پر بنسټ، تر دې دمه نږدې له ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې کورونه او همدارنګه د ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ جریبه پورې کرنیزې ځمکې د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شوي دي. یادې سیمې له جدي سېلابي خطر سره مخ وې، که پر وخت پرې رسیدنه نه وای شوې، پراخ زیانونه به یې  کورونو او کرنیزو شتمنیو ته اړولی وای.

همدارنګه، په دوو جلا ساحو کې د اوبو د بهیر د تنظیم او د احتمالي سېلابي خطراتو د کمولو لپاره کندن‌کارۍ پیل شوې ده.

د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار کوي چې ټولو سیمو ته به پر وخت رسیدنه وشي او د موجوده امکاناتو په چوکاټ کې به د خلکو د کورونو او کرنیزو ځمکو د خوندي ساتلو لازم اقدامات ترسره شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۸/۲۶ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

Tue, Jan 20 2026 3:39 PM
Background image

The Director General of ANDMA met with the Director of Mission of the International Organization for Migration (IOM) in Afghanistan

This morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with Ms. Mihyung. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .