خبرداری!

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۲۱:۳۵
news image

د اعتبار موده: د ۱۴۰۴ لمریز کال د وري له ۵ مې نه تر ۶ مې نېټې:
د هوا پېژندنې نړیوالې نقشې پر بنسټ، په کابل، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بامیان، دایکندی، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوگر، میدان وردک، غزنی، ارزگان، هلمند، هرات، فراه، غور، بادغیس، بلخ، سمنگان، سرپل، جوزجان، فاریاب، بغلان، کندز، تخار، بدخشان، ننگرهار، لغمان، کنر او نورستان ولایتونو کې د سالنگونه په شمول کې د شدیدو بارانونو او واورې ورېدو ترڅنګ د تالندې او ناڅاپي سېلابونو احتمال شتون لري.
 په یادو ولایتونو کې د باران اندازه د ۱۰ څخه تر ۵۰ ملي‌متره او د واورې اندازه د ۵ څخه تر ۲۰ ملي‌مترو پورې اټکل شوې ده.
له همدې امله, د یادو ولایتونو اوسېدونکي دې له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېټو لخوا د وړاندې شویو لارښوونو سره سم اړین تدابیر ونیسي او عمل دې پرې وکړي.

نېټه: ۱۴۴۴/۹/۲۴ 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۵۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د اروپايي ټولنې د ملکي ساتنې او بشري مرستو د عملیاتو (ECHO) له لوی رئیس سره وکتل

نن پنجشنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، له ښاغلي اندریاس پاپاکونستانتینو، د اروپايي ټولنې د ملکي ساتنې او بشري مرستو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۵۵
Background image

د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په مرکز نیلي کې د وچکالۍ او اورلګېدنې له امله ۳۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې هرې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۵۳
Background image

په پروان ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ پر بنسټ د هلوټرسټ ماین پاکۍ نړیوالې موسسې HT QR EORE 02 تخنیکي ټیم د یاد ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ د دارالمعلمین په غونډۍ کې د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .