د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲,۷۶۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې 

rahyab
Mon, Mar 16 2026 10:49 AM
123

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ASIO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکي یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د دې ولایت په مرکز او خان آباد او امام صاحب ولسوالیو کې ۲۷۶۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، ۸۰۰ کورنیو ته مرکز کې ۲۹۰۰ افغانۍ نغدي پيسې او ۱۹۶۰ کورنیو ته په خان آباد او امام صاحب ولسوالیو کې خوراکي مرستې ووېشل شوې.  
همدارنګه، هغو کورنیو ته چې په هغه کې له پنځو کلونو د کم عمر لرونکو ماشومانو، شیدې ورکونکو او حامله میندو شتون درلود له خوارځواکۍ څخه د مخنیوي په موخه تقویه کوونکي خوراکي توکي هم ووېشل شول.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۹/۲۷ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .